شاهد افريدي: خپلو لوڼو ته به له کوره د باندې د لوبو اجازه ور نه کړم

نزرانه یوسفزۍ

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پښتون لوبغاړی شاهد افریدي چې د یاد کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې د پام وړ لاسته راوړنې راوړي، تازه یو کتاب چاپ کړی. نوموړي په خپل کتاب “لوبه بدلونکی” چې په انګلیسي ژبه کې ورته ګېم چېلنجر وايي، پکې لیکي: خپلو لوڼو ته د دې اجازه نه ورکوي چې د کوره د باندې لوبې وکړي.

د پاکستان د کرکټ پخوانی پښتون لوبډلمشر او مشهور لوبغاړی شاهد افریدي په خپل کتاب کې د خپلو لوڼو په اړه لیکلې دي چې “که د ښځو د حقونو فعالانې هر څه وایي هغه به خپلو لوڼو ته له کوره د باندې او د خلکو په مخکې د لوبو اجازه ور نه کړي.”

د شاهد افریدي کتاب د ځینو پخوانو لوبغاړو په اړه د څرگندونو له کبله هم “لانجمن” بلل شوی دی. افریدي د خپل ژوند په اړه په لیکل شوي کتاب کې ځینې داسې څرګندونې کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې بحثونه راپارولي دي.

شاهد افریدي په خپل کتاب کې لیکي: “زما لوڼه په لوبو کې ښې دي او د هغې نه زیاتې په زده کړه کې وړتیاوې لري. زما لوڼې په کور کې دننه هر ډول ورزش کولای شي. کرکټ؟ نه; زما لوڼه به د خلکو په مخکې هیڅ ډول لوبې نه کوي.”

دغه پښتون لوبغاوی وایي چې دغه پرېکړه یې د مذهب او کلتور په اساس کړی ده. هغه لیکلې “د ځینو کلتوري او مذهبي دلایلو له کبله ما دا پریکړه کړی ده چې زما څلور لوڼې به له کوره بیرون په لوبو کې برخه نه اخلي. زما میرمن هم زما سره همغږې ده.”

شاهد افریدي څو ځله پخوا هم د ښځو په اړه همدغه ډول څرګندونې کړي دي. هغه موده وړاندې د جیو تلویزون ته په خپله یوه مرکه کې ویلي و چې د ښځو د کرکټ پلوي نه کوي او له دې سره همغږی دی چې په کور کې دې پخلې وکړي.