افغان کرکټ ملي لوبډله نن یو ځل بیا د سکاټلند په وړاندې لوبیږي

تاند

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د جمعې په ورځ په پلازمېنه ایدنبرا کې له کوربه هېواد سکاټلنډ سره یوه ورځنۍ لوبه وکړي.

دا لوبه نړیوال جام ته د تیاریو لپاره ده او دغو دوو ملي لوبډلو دوه ورځې دمخه/چهارشنبه/ هم په ایدنبرا کې یو ورځنۍ سیالي لرله چې د پرلپسې ورښت د ورېدو له امله وځنډېده.

افغان لوبډله د سکاټلنډ سربېره د مې په ۱۹مه او ۲۱مه له ایرلنډ سره هم لوبې لري او تر نړیوال جام یوه اوونۍ مخکې به له پاکستان او انګلستان سره هم سیالي وکړي.

د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام د روانې میلادي میاشتې په ۳۰مه پیلېږي.

دا نړیوال جام به د ۱۰ ملي لوبډلو ترمنځ په انګلستان او وېلز کې د جولای تر ۱۴مې دوام وکړي.

په نړیوال جام کې افغان لوبډله د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره مخ کېدونکې ده او د کرکټ پوهانو باور دا دی چې افغان لوبډله به په ډېر امکان سره په دې جام کې تر نیمه پایلوبې په ښو لوبو مخته ولاړه شي، همداسې به ورو ورو مخته ځي او په دې نړیوال جام کې به نړیوالي پیاوړې لوبډلې ماتوي.

د ملي لوبډلې پخوانی تیز توپ ویشتونکی حمید حسن چې پخوا یې په ملي لوبډله کې حیاتي رول لوبولو، له کلونو ځنډ وروسته بېرته ملي لوبډلې ته راګرځېدلی دی، د نوموړي په ښي لاس چټکه توپ اچوونه کولای شي چې د انګلستان او وېلز په ویشتنځایونو کې غوره توپ اچوونه وکړي.