افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د نیوزیلنډ خلاف لوبیږي

حضرت عثمان نوري

د ۲۰۱۹ م کال د یو ورځنېو سیالېو په نړیوال جام کې سبا/شنبه/ افغان کرکټ ملي لوبډله خپله دریمه یو ورځنۍ لوبه د نیوزیلنډ خلاف ترسره کوي. دا سیالي به د انګلستان په تاونټون ښار کې ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر دې مهاله د نړیوال جام په سیالیو کې د سریلانکا او استرالیا په وړاندې دوه لوبې کړي چې دواړه یې بایللې دي. له هغې وړاندې یې په تمریناتي سیالۍ کې پاکستان ته سخته ماته ورکړه، خو د نړیوال جام په دوه لوبو کې د افغان لوبډلې ماتې پر لوبډلې فشار زیات ښودل کیږي، خو افغان لوبغاړي د لوبو دمخه د ښې لوبې ژمنه کوي، خو وروسته بیا لوبه برعکس وي او لوبډله له سخت حالت سره مخ وي.

یاده دې وي چې نیوزیلنډۍ لوبډلې تر اوسه دوې سیالۍ کړي او دواړه یې یې ګټلي؛ یوه یې له سریلانکا او یوه یې هم له بنګله دیش ګټلې ده.

د افغانستان کرکټ لوبډله سبا په داسې حال کې له نیوزیلنډ سره سیالي کوي چې د دې لوبډلې توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د زنګانه د ژوبلېدو له کبله له نړیوال جامه ووت او پر ځای یې اکرام علي خیل چې دمګړۍ ۱۸ کاله عمر لري، ملي لوبډله کې د ویکټ ساتونکي په توګه وټاکل شو.