د کرکټ نړیواله شورا یا آی سي سي د شهزاد په نشتون خواشینې ده

حضرت عثمان نوري

نن/شنبه/ افغان کرکټ ملي لوبډله د نیوزیلنډ خلاف خپله دریمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي. دا سیالي به د انګلستان په تاونټون ښار کې ترسره شي. افغانستان دا سیالي په داسې حال کې ترسره کوي چې له یوې خوا یې پیاوړی کرکټر او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد محمدي له روان نړیوال جام څخه بهر شو، د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي هم پرې خواشیني څرګنده کړې ده او د هغه نشتون یې د یادې ادارې لپاره د هېرېدو وړ نه، بلکې د یادېدو وړی دی.

افغان کرکټ بورډ د شهزاد محمدي پر ځای د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ویکټ ساتونکی اکرام علي خیل وټاکه، خو بیا هم ننګونې شته، ځکه د کرکټ مینه وال او مبصرین شفیق الله شفق غواړي، خو دا چې نوموړی په سکواډ کې نه و، نو له همدې امله یاد نړیوال جام کې هم نه شي لوبېدی.

افغان لوبډلې تر دې مهاله د نړیوال جام په سیالیو کې د سریلانکا او استرالیا په وړاندې دوه لوبې کړي چې دواړه یې بایللې دي. له هغې وړاندې یې په تمریناتي سیالۍ کې پاکستان ته سخته ماته ورکړه، خو د نړیوال جام په دوه لوبو کې د افغان لوبډلې ماتې پر لوبډلې فشار زیات ښودل کیږي، خو افغان لوبغاړي د لوبو دمخه د ښې لوبې ژمنه کوي، خو وروسته بیا لوبه برعکس وي او لوبډله له سخت حالت سره مخ وي.

یاده دې وي چې نیوزیلنډۍ لوبډلې تر اوسه دوې سیالۍ کړي او دواړه یې یې ګټلي؛ یوه یې له سریلانکا او یوه یې هم له بنګله دیش ګټلې ده.

افغان لوبډله نن په داسې حال کې له نیوزیلنډ سره سیالي کوي چې د دې لوبډلې توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د زنګانه د ژوبلېدو له کبله له نړیوال جامه ووت او پر ځای یې اکرام علي خیل چې دمګړۍ ۱۸ کاله عمر لري، ملي لوبډله کې د ویکټ ساتونکي په توګه وټاکل شو.

د نن ورځ سیالي افغان لوبډلې لپاره ډېره مهمه ده او که ویې ګټي په نړیوال جام کې خپل شته فشار په چټک ډول صفر کولای شي.