د شهزاد محمد د بندیز د پای ته رسېدو نېټه اعلان شوه

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د تکړه بټسمن او ویکټ کیپر شهزاد محمدي د بندیز موده اعلان کړه.

دې شورا نن /پنجشنبه/ وویل چې شهزاد محمدي د ۲۰۱۷ د جنورۍ په اوولسمه نېټه غیرقانوني درمل استعمال کړي و چې له کبله یې نوموړی د یو کال لپاره د کرکټ په سیالیو کې له لوبېدو محروم شو.

د کرکټ نړیوالې شورا په عین حال کې ویلي چې د شهزاد محمدي بندیز به د راتلونکي ۲۰۱۸ د جنورۍ په اتلسمه پای ته ورسېږي.

د ۲۹ کلن محمدي د وینې سیمپل یا نمونه په دوبۍ کې اخیستل شوې وه چې له معاینې وروسته څرګنده شوه نوموړي د (Clenbuterol) په نوم غیرقانوني مواد استعمال کړي دي.

دا ماده هغه کسان استعمالوي چې د ساتنګۍ ستونزه لري خو په ورزش کې منع ده.

د کرکټ په اړه بل خبر دا دی چې نن په شارجه کې د افغانستان او آیرلنډ دوهمه یو ورځینۍ مسابقه روانه ده.

لومړی بیټنګ آیرلنډ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *