کرکټ بورډ، شهزاد نه و خبر چې کارولي درمل منع دي

خبریال: فضل رحیم رحیمي – د افغانستان کرکټ بورد مشر شکرالله عاطف مشعل وايي، محمد شهزاد نه و خبر چې منع شوي درمل یی کارولي دي.

پرشهزاد د کرکټ د  نړیوالې شورا لخوا لنډ مهاله بنديز لګیدلی دی او لاهم معلومه نده چې دی به تر کله په نړیوالو سیالیو کې له ګډونه بې برخې وي.

شهزاد منلې چې په لوبه کې منع شوي درمل یې خوړلي، خو وایي خبرنه و چې دغه درمل د کرکټ د نړیوالې شورا په قانون کې منع کړل شوي دي.

  بل لورته د کرکټ بورد مشرعاطف مشعل وایی، شهزاد محمدي نه و خبر چې منع شوي درمل یې خوړلي دي.

  کرکټ بورډ وايي چې شهزاد ته یې وکیل نیولی څو په نوموړي د بنديز موده کمه کړي.

۲۹ کلن شهزاد د افغانستان لپاره په ۵۸ شل اوريزه سیالېو کې د ۱۷۷۹ منډو ترڅنګ یوه سلېزه او۱۲ نیمه سليزي هم جوړې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *