د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په هند کې تمرینونه پیل کړل

خبریال: فضل رحیم رحیمي- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د څو نړیوالو سیالیو لپاره د تیاري لپاره په هند کې تمرینونه پیل کړل.

د دغه تمریناتي کمپ په ترڅ کې به افغان لوبغاړي د توپوهنې، توپ اچونې، توپ نیونې او فزیکي پیاوړتیا په برخه کې د اړونده روزونکو تر لارښونې لاندې کار وکړي.

د افغانستان کرکټ لوبدله به لس ورځې په هند کې تمریناتي کمپ ولري او  وروسته به د ویسټ انډیز په لور راونه شي.

ټاکل شوې ده چې ملي لوبډله له ویست انډیز سره درې شل اوريزې او درې یوه ورځنۍ سیالۍ وکړي.

د دې مسابقو لومړۍ شل اوريزه لوبه به د راتلونکي جون د میاشتې په دوهمه نيټه پېل وي چې کرکټ بورډ ورته څه موده مخکې لوبډله هم اعلان کړه.

د یادونې ده چې افغان کرکټ لوبډلې تر دې وړاندې ویسټ انډيز ټیم ته په شل اوريز نړیوال جام کې ماته ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به په جولای میاشت کې بریتانیا ته لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *