تر ۱۹ کلونو کشرو لوبغاړو لوبډله په چینای کې تمرینونه پیلوي

تاند- د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو د کشرو لوبغاړو ټیم به د نولس کلنو د نړیوال جام د غوراوي تر سیالیو مخکې د هند په چینای کې تمرینونه وکړي.

ټاکل شوې ده چې تر ۱۹ کلونو د کشرو لوبغاړو د لوبډلې نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالۍ راتلونکې میاشت په سینګاپور کې پیل شي.

د مومبي میرر د راپور له مخې، د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې ۱۸ لوبغاړي او ۶ کارکوونکي (روزونکي او نور) به سر له نن /سې شنبه/ څخه د چینای د سر مماچندرا طبي کالج په لوبغالي کې تمرین پیل کړي.

د چینای دا لوبغالی د افغان لوبغاړو د تمرین لپاره په دې خاطر غوره شوی چې شرایط یې د سینګاپور له میدانونو سره ورته والی لري.

مخکې ټاکل شوې وه چې د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشرو لوبغاړو ټیم ګرېټر نویدا لوبغالي ته واستول شي چې د هند حکومت د افغانستان د ملي لوبډلې د روزنې او تمرین لپاره ځانګړی کړی دی.

خو د افغانستان کرکټ بورډ چې له شرایطو سره بلد و، خپل لوبغاړي چینای ته واستول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *