د افغان ۱۹ کلونو لومړۍ سیالي له بنګله دېش سره ده

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د اسیايي سیالیو لپاره د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، د هېواد د ۱۹ کلنو ملي لوبډله لوړ مورال لري او د اسیايي کپ په سیالیو کې به ښه وځلېږي.

ښاغلی هوتک زیاتوي، د هېواد د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د ډسمبر په ۱۵مه خپله لومړنۍ سیالي د بنګله‎دیش له ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سره تر سره کړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته د اسیا کپ په سیالیو کې د کرکټ د نړیوالې شورا له‎خوا د ګډون بلنه ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *