افغان والیبالرانو د نارینه وو د ذهنیت د بدلېدو غوښتنه وکړه

تاند- د افغانستان د والیبال نجونو لوبغاړو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د نجونو د والیبال د سیالیو په مهال د نجونو د سپورت په وړاندې د افغانانو د ذهنیت د بدلېدو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د نارینه وو د تنګ نظرۍ او وروسته پاتې توب له کبله نجونې د سپورت په ټولو برخو کې د نړۍ تر ټولو هیوادونو شاته پرېښودل شوي دي. او ډېر کم شمېر ښځې د ورزشي تمرینونو او سیالیو چانس موندلی شي.

ملګري ملتونه، چې په کابل کې یې د نجونو د والیبال دا تورنمنټ ترتیب کړی، وايي چې لا هم افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هیواد ګڼل کېږي.

د افغانستان د سره میاشت ټولنې د والیبال د لوبډلې غړې مُژګان سادات فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«په لومړیو کې زما پلار زما له والیبال سره مخالف و، زما سپورتي کمیس یې ایسته واچاوه.»

مژګان، چې ټیکری یې پر سر و، همداراز وویل چې پلار ته یې ډېرې زارۍ وکړې څو قانع شي او کله چې هغه د دې لوبه په خپله ولیده، په ذهنیت کې یې بدلون راغی.

دا وايي«زه له هر چا غواړم چې لطفاً خپل ذهنیتونه بدل کړئ، ښځو ته په ټیټه سترګه مه ګورئ. لطفاً خپله تنګ نظري پر نورو مه تحمیلوئ. ښځې هم د نارنه وو په شان استعدادونه لري.»

درویشت کلنې مژګان له ښځو هم وغوښتل چې د تنګ نظریو او قیوداتو پر ضد مبارزه وکړي، په مبارزه کې صبر او استقامت له لاسه ورنه کړي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د پرمختیايي پروګرام د جیندر یا جنسیت متخصصې شُغلې هلالي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې اټکل کوي چې د افغان نجونو راتلونکې به تر دې ښه وي.

دا وايي«۱۰ کاله پخوا موږ په ټول افغانستان کې اصلاً د نجونو د والیبال ټیم نه درلود، خو اوس له هغه حالته ډېر وړاندې تللي یوو.»

د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم تراوسه څو نړیوالې سیالۍ کړي او څو نجونو په المپیک سیالیو کې برخه اخیستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *