د والیبال د روزونکو کورس پیلېږي

تاند-  د افغان روزنکو له‎ خوا د والیبال د نویو روزونکو لپاره د روزنې کورس سبا جمعه په کابل کې پیل کېږي.

د دغه کورس مسؤل یوسف صادق ازادي راډیو ته وویل، د زده‎کړې دغه کورس د والیبال لومړی درجې روزونکو ته ځانګړی شوی دی چې له ټول هېواده ۳۷ روزونکو په‎ کې ګډون کړی دی.

د روزونکو د روزنې دغه کورس به پنځه ورځې دوام وکړي.

تر دې وړاندې د افغان روزونکو د روزنې چارې د بهرنیو روزونکو په غاړه وې؛ خو د والیبال نړیوال فدرېشن د پریکړې له مخې، له دې وروسته به د روزنې چارې خپله افغان روزنکې په مخ وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *