افغان حکم شېرزاد د اسیا په ۸ غوره حکمانو کې وشمېرل شو

تاند- د فوټبال افغان حکم یا ریفري حلیم اغا شېرزاد د اسیا د ۸ غوره حکمانو کې په ډله کې انتخاب شو.

شېرزاد، په مالدیپ کې د کورس له بشپړولو او د دغه هیواد د غوره لیګ د سیالیو له حکمیت کولو وروسته د اسیا د فوټبال کنفدرېشن د حکمانو د کمېټې له لوري غوره شو.

ده په مالدیپ کې د استرالیا، سعودي عربستان، چین، جنوبي کوریا، مالیزیا، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو له حکمانو سره یوځای د روزنې کورس بشپړ کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *