افغانستان او هند- د جنوبي اسیا د نجونو د فوټبال لومړۍ سیالي

تاند- د جنوبي اسیا د نجونو د فوټبال اتلولۍ نن /سې شنبه/ د افغانستان او هند د لوبډلو په سیالۍ پیلېږي.

د هندي لوبډلې سرروزونکي ساجد ډار پرون /دوشنبه/ د دې سیالیو په درشل کې وویل«موږ پوره تیاري نیولې او لوبغاړې مو سبانۍ مسابقې ته چمتو دي.»

ده همداراز وویل«موږ سبا د درو امتیارونو د ترلاسه کولو په فکر کې یوو. په ممکن ښه ډول به دا امتیازونه ترلاسه کړو. په دې کې شک نشته چې موږ دوی (افغانانو) ته بشپړ درناوی لرو خو موقع نه ورکوو چې سبانی بری له موږ واخلي.»

د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم یو شمېر لوبغاړي په امریکا، اروپايي هیوادونو – په تېره بیا جرمني، سویس او ډنمارک کې لوبېږي.

ساجد ډار وویل«ما دا خبره اورېدلې ده، یقیناً افغان لوبغاړې تکړه دي او هغوی ته ماتې ډېره اسانه هم نه ده. خو موږ خپله ستراتیژي لرو او هڅه کوو چې په میدان کې ماته ورکړو.»

سره له دې چې افغانستان د سږ کال په لومړیو کې د منځنۍ اسیا په زون کې شامل شو، او نور د جنوبي اسیا د فوټبال په فدرېشن کې شامل نه دی خو بیا هم د جنوبي اسیا د نجونو د فوټبال په سیالیو کې ګډون ته بلل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *