فیفا په دې غور کوي چې حکم دې یوازې له لوبډلمشر سره خبرط کوي

تاند- د فوټبال نړیوال فدرېشن یا فیفا په دې غور کوي چې له دې ایسته دې یوازې د لوبډلو کیپتانان له حکمانو سره د خبرو حق ولري.

تر دې وړاندې د رکبي ټیمونو کیپتانانو هر راز اعتراض یا موضوع د لوبې له حکم سره شریکولی شوای.

د رکبي یوازې لوبډلمشر له حکم سره خبرې کولی شي او حکم هم یوازې د ټیم له کیپتان سره خبرې کوي.

په فوټبال کې ډېر ځلي د ریفري یا حکم پر پرېکړې د لوبغاړو اعتراض لوبه له اخلال او خنډ سره مخامخوي خو فیفا فکر کوي چې که یوازې لوبډلمشر دا حق ولري چې له حکم سره خبرې وکړي په لوبه کې به خنډ او خنډ ډېر نه پېښېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *