د افغانستان مېشتو جرمني او انګلیسي پوځیانو د فوټبال دوستانه سیالي

تاند- په افغانستان کې دېره بریتانیايي او جرمني پوځیانو نن /یکشنبه/ د کرسمس د لمانځلو او د لومړۍ نړیوالې جګړې په یاد د فوټبال دوستانه مسابقه وکړه.

د دې مسابقې لیدلو ته د ناټو د نورو غړیو هیوادونو پوځیان هم ورغلي ول.

بریتانیايي پوځیان وتوانېدل چې جرمني سیالانو ته یو پر صفر ماتې ورکړي.

د مسابقې په پای کې د ناټو یوه افسر جګړن روجر میتکېلف وویل، سپورت اختلافات له منځه وړلی او بېلابېل هیوادونه سره نژدې کولی شي.

ده وویل، ۱۰۲ کاله پخوا جرمنیانو او انګلیسانو له یو بل سره جنګ کاوه خو د کرسمیس په سهار دواړو اوربند وکړ، یو بل ته یې مبارکي وویله او سوغاتونه یې سره تبادله کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *