د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډله هند ته لاړه

تاند- د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټیم د جنوبي اسیا د ښځو د فوټبال په سیالیو کې د ګډون لپاره پرون /سې شنبه/ هند ته روان شو.

د جنوبي اسیا د نجونو د فوټبال سیالۍ د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ /دسمبر۲۵/ د هند په کوربه توب پیلېږي.

د جنوبي اسیا د ښځو د فوټبال په دې تورنمنټ کې افغانستان، هند، بنګله دېش، نیپال، مالدیپ، پاکستان، بوټان او سریلانکا ګډون لري.

خو سږ کال پاکستان له هند سره د سیاسی اختلافاتو له کبله خپل ټیم دې سیالیو ته نه لېږي.

ټاکل شوې ده چې د افغان نجونو د لوبډلې لومړۍ مسابقه  د راروانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د هند د نجونو د فوټبال له ملي ټیم او دوهمه له بنګله‎دېش سره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *