په کابل کې د ساحلي هنډبال سیالۍ

د کابل د ساحلي هنډبال سیالیو په لړ کې د اردو، هرات او لوګر لوبډلو خپلو سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د هنډبال فدراسیون رئیس محمد یوسف نیازي وویل چې دغو لوبډلو د کابل کلپ، غور او پروان ټیمونو ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ د کابل د شپږو لوبډلو او د غور، هرات، غزني، لوګر، بامیان او پروان د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.

دا سیالۍ به ۴ ورځې دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *