هند د افغانستان تر ۱۹ کلنو کشر لوبډله په ۷۷ منډو ماته کړه

تاند- د اسیا د نولس کلنو د کرکټ کپ په نیمه پایلوبه کې نن/ سې شنبه/ هند افغانستان ته په ۷۷ منډو ماتې ورکړه.

د هند د لوبډلې کیپتان پچه وګټله او لومړی یې په خپله بیټنګ وکړ. هندي لوبغاړو ۲۹۴ منډې جوړې کړې خو ټول لوبغاړی یې په ۴۹ اوور کې وسوځېدل.

تر ټولو زیات هندي لوبغاړي نوین الحق وسوځول. ده په ۱۰ اوورونو کې ۵ هندي لوبغاړي وسوځول.

مجیب بیا ۲ هندي لوبغاړي وسوځول خو د نوین الحق خلاف یې کمې یعني په ۱۰ اورونو کې ۴۵ منډې ورکړې.

نوین الحق ۸۰ منډې ورکړې.

د هند لپاره تر ټولو ښه بیټنګ ایچ جې رانا وکړې. رانا په ۱۲۳ توپونو ۱۳۰ منډې وکړې او بالاخره د نوین الحق له لوري وسوځول شو.

د ده ۱۳۳ منډې د هند د بري سبب شوې.

د افغان لوبغاړو په منځ کې ناصر وحدت ډېرې منډې وکړې. ده په ۸۶ توپونو ۷۵ منډې وکړې.

شمس الرحمن په ۷۰ توپونو ۴۹، ابراهیم ځدراڼ په ۷۷ توپونو ۳۳ او نوین الحق په ۱۲ توپونو ۲۴ منډې وکړې. نوین الحق تر پایه ونه سوځېد.

په دې لوبه کې افغانانو ۲۱ اضافي او هندیانو ۱۲ اضافي منډې مقابل لور ته ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *