پر شفیق الله شفق بندیز لرې او نوی قرارداد هم ورسره کیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د نوی مشرتابه په سپارښتنې جوړې شوې کمیټې له ملي لوبغاړي شفیق الله شفق سره ناسته وکړه ، د هغه ستونزې او شکایتونه یې واوریدل.

دغه ځانګړې کمېټه نن دکرکټ بورډ د عمومي رییس شکر الله عاطف مشعل په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې شفیق الله شفق او د کمیټې غړو برخه اخیستې وه.

شفق د کمیټې غونډې ته پخپل ځان د لګیدلو بندیزونو، د قرارداد د لغوه کولو او د معاش نه ورکولو شکایت وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په ملي لوبډه کې ورته د لوبېدو چانس ورکړل شي.

خو هغه ژمنه وکړه، چې تردې وروسته به د کرکټ ادارې ټولو اصولو او قوانینو ته غاړه ږدي او مراعات کوي به یې.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل د شفق د خبرو تر اوریدلو او د کمیټې له غړو سره تر مشورې وروسته پر شفیق الله شفق لګیدلی بندیز دلرې کولو اعلان وکړ.

هغه زیاته کړه، چې د کرکټ ادارې د قانون او اصولو په رڼا کې له شفق سره له سره قرارداد کوي و معاش هم ورکړل شي.

2مشعل په ملي لوبډله کې د شفق د لوبیدلو په اړه وویل، چې دا پریکړه به د غوراوي کمېټه تر بشپړې ارزونې وروسته کوي.

د کرکټ بورډ عمومي رییس وویل، چې له هیڅ یو لوبغاړي سره به سلیقوي او شخصي برخورد نه کیږي موږ ټول باید د اصولو  سره سم مخې ته ولاړ شو او قانون پر ځان عملي کړو ، د لوبغاړو حقوق باید ونه خوړل شي .

هغه له شفیق الله شفق څخه هم وغوښتل، قوانین او اصول مراعات کړي، خپل عادي کرکټ او تمریناتو ته ادامه ورکړي او خپلې روغتیا او فټنس ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

عاطف مشعل له یادې کمیټې مننه وکړه، چې د شفق موضوع یې ښه وڅیړله او د اصولو سره یې خپلې سپارښتنې او مشورې له ده سره شریکې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *