هند په خپل تاریخ کې د انګلند خلاف تر ټولو زیاتې منډې وکړې

تاند- هندي کرکټ لوبغاړو د انګلیستان یا انګلنډ خلاف په وروستي ټیسټ لوبه کې د هند د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

هندي لوبغاړو په خپله پاڼۍ یا ایننګز کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۷۵۹ منډې وکړې.

تر دې مخکې د انګلیستان د لوبډلې په وړاندې بلې هیڅ لوبډلې دومره منډې نه دي کړي.

د سیالۍ په دې پاڼۍ کې د پام وړ خبره دا وه چې کارون ناییر ۳ سلیزې جوړې کړې.

ناییر، چې دا یې درېم ټیست میچ و، ۳۰۳ منډې وکړې او لا هم سوځېدلی نه دی.

دی د هند دوهم بټسمن دی چې درې سلیزې کوي.

اوس انګلنډ باید په ټوله ورځ کې هځه وکړي چې د هند له لوري لوړ ټاکل شوی هدف پوره کړي.

انګلنډ لومړۍ ټیسټ لوبه پر هند بایللې ده.

د هند او انګلیستان ترمنځ په ۵ ټیسټ میچونو کې هند ۳ پر صفر وړاندې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *