د آی پي ایل سوداګریز کرټ لیګ د تاریخ تر ټولو قیمتي لوبغاړي څوک دي؟

زمان ظاهر

ویرات کولي:

 د آې پي ایل تاریخ کې ځېنې لوبغاړي په ډېرو لوړو قېمتونو لوبډلو پېرلي دي، چې د دغو لوبغاړو په منځ کې لومړی مقام د بنګلور لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کولي دی، هغه د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل کې په ۱۷ کروړه هندي کالدارو اخېستل شوی و.

ویرات کهولي د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر دی، دی د هند په کرکټ ملي لوبډله کې تر ټولو پیاوړی لوبغاړی او ښه رهبر شمېرل کیږي.

کهولي ته د (منډو ماشین) لقب هم ورکړل شوی دی. دی اوسمهال ۳۱ کلن دی او په ښي لاس چټکه توپوهنه کولی شي.

 يووراج سینګ:

  یوراج سېنګ په ۲۰۱۵ م کال آی پي ایل کې په ۱۶ کروړه هندي کالدارو ډیلي لوبډلې پېرلی و او د آې پي آیل په تاریخ کې دویم قیمتي لوبغاړی دی.

 دی په ۲۰۱۴ م کال کې هم په ۱۴ کروړه هندي کالدارو بنګلور لوبډلې اخېستی و.

یوراج سینگ د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی تېر شوی چې په زړه پورې کرکټ یې نړیوال ګوته په غاښ کړي و.

دی اوسمهال ۳۸ کلن دی او په لوبډله کې به یې د آل رونډر په حېث لوبېده. یوراج په په کیڼ لاس حیرانوونکي توپوهنه کوله.