د استراليا بیګ باش: میلبورین سټارز لوبډلې بریا ترلاسه کړه

ولید (خپلواک)

 د استراليا د بیګ باش سیالیو په لړ کې د ميلبورین سټارز او هوبرټ هورکینګز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې پکې ټاس میلبورین سټارز لوبډلې وګاټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

 د ميلبورین لپاره په توپوهنه کې(مارک سټونیس ) ۸۱ ترنورو زیاتې منډې جوړي کړې او په ټاکل شوۍ شل اورونو کې ۱۶۳ منډې جوړې کړي.

 هوبرټ لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او سیالي یې په یو ستر مارجن میلبورن لوبډلې ته وبایلله.

 قیس احمد څلور اورونه وکړل ۳۴ منډې یې ورکړي او یو ویکټ یې واخیسته او په توپ وهنه کې په سفر وسوځیده