د لیورپول ستوري محمد صلاح وځلېد، نوموړي د سروزرو مډال وګاټه

ولید خپلواک

 د فوټبال د کلپونو د سیاليو په پای لوبه کې د اروپا اتلې لوبډلې لیورپول د فلامینګو لوبډلې پر وړاندې خپل بخت وازمایه. په دغه سیالۍ کې لیورپول لوبډلې وشو کولای چې یو ګول تر لاسه کړي او مقابلې لوبډلې فلامینګو ته په پایلوبه کې ماته ورکړې.

 محمد صلاح د لوینل میسي په څېر بهترینه لوبغاړی دی او لوبډله پري همیشه تکيه کوي.

 دلیونل میسي مینوال محمد صلاح ډیرځله ښه لوبه ترسره کوي او د لوبې پر جریان کې ترې د میسي سټایلونه ډیر لیدل کيږي دا د ارسنال پخواني مدیر ارسین وینګر خبره ده.

 صلاح د تیرو دوه فصلونو لپاره د پریمیر لیګ د سروزرو مډال ترلاسه کړي وو، د راپور په حواله راغلي چې د لیورپول مشران وایي:  دا یو بشپړ لوبغاړي دي. دا هغه څوک دي چې موږ ټول یې ستاینه کوو او هغه څه چې موږ له خپلو لوبغاړو غواړوتر سره کړي یې دي.

 محمد صلاح د دغه سیالیو غوره لوبغاړی وپیژندل شو او د سروزرو توپ یې خپل کړ.

 د نوموړي پيژندنه:

 پوره نوم یې محمد صلاح حامد دی او په (ماهروس ګيل ) هم مشهور دی، ۱۹۹۲ کال د جون په ۱۵ نیټه زیږدلی چې ۲۷ کاله عمر لري .

 او په ناګریګ ، باسیون ، مصر کې یې نړۍ ته سترګي غړولي.

 دی د لیو رپول تر ټولو بریدګر لوبغاړی دی.

 د مصر لپاره په ۲۰ کلنه لوبډله کې۲۳ کلنه او ملي لوبډله کې هم لیدل شوۍ دی.