محمد صلاح د مصر په لباس ویاړي او د مخه ښې پلان نه لري

محمود خان منندوی

تر هغه وروسته چې د افریقا د ملتونو د جام څخه د سهیلي افریقا پر وړاندي مصر ماته وخوړه او دغه لوبډله د محمد صلاح سره اوټ شوه، ډېرو کسانو دا خبره کول، چې محمد صلاح ممکن د ملي لوبو سره مخه ښه وکړي، خو د دې لوبغاړي یو نږدې ملګري د عربي سایټ 360 سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې محمد صلاح د مصر د لباس په تن کولو باندې ویاړي او د مخه ښې پلان نه لري.

محمد صلاح د لیورپول سره تېر فصل ښه وځلید او که یې د افریقا د ملتونو جام ګټلی وای، نو د سرو زرو د توپ چانس یي ډېر و، خو اوس په درو غوره کاندیدانو کي یې لا انتخاب لېرې خبره ده