د جاپان پیاوړی میسي په ریال کي نه لوبیږي

محمود خان منندوی

له هغه وروسته چې څو اونۍ مخکې د بارسلونا د اکاډمۍ جاپانی لوبغاړی کوبو د ریال ما‌یډ سره یو ځای شو او داسي تصور کیده، چې د ریال ماډریډ په اصلي لوبډله کې به د لوبیدو چانس پیدا کړي، خو داسي ونه شوه.

اوسمهال په ریال ماډریډ کي د اروپا د حوزې څخه بغېر نور ډېر لوبغاړي شته او په همدې خاطر دغه لوبغاړی د ریال د کاسټیا یاب لوبډلې سره یو ځای شو. همدارنګه د دې ستونزې سره د ریال ماډریډ بل نوی رانیول شوی لوبغاړی روډریګو ګویس هم مخ دی.

فډي والورډي، میلیټائو او وینیسیوس د ریال ماډریډ غیري اروپایي لوبغاړي دي او د دې احتمال شته، چې والورډي ډېر ژر خپل اروپایي پاسپورټ ترلاسه کړي، چې په دې سره به د ریال په لومړۍ لوبډله کې شتون ولري او کوبو به منتظر شي.

کوبو به راتلونکی فصل په (ب) لوبډله کې وي او د ضرورت پر اساس ممکن د کوپا ډيل رې په څو لوبو کې هم ولوبیږي.