ټرینټ: هڅه مې دا وي چې لوبډله بریا ته ورسوم

ولید خپلواک

 ټرینټ چې په نړیواله کچه شهرت لرونکی روزونکی دی، اوس تازه د میلبورین سټارز ښځينه لوبډلې روزونکی وټاکل شو، نوموړي د دې څخه مخکې د بي بي ایل معاون کوچ و.

ووډل ویلي: (( دا زما لپاره ښه فرصت دی، زه ترډېره د بهترینه لوبغاړو په څنګ کې ښکیل یم، زه غواړم دا ځل سټارز ښځينه لوبډله په دې فصل کې وګورم چې وړتیا یې څومره ده او زما هڅه تل دا وي چې زه لوبډله بریا ته ورسوم.))

ټرینټ ووډل  د روزنې په برخه کې د هندوستان په سوداګریز لیګ کې د رایل چلینجرز بینګلور، او ډیلي ډیلیورز لوبډلو لپاره هم روزونکی پاتې شوې.

په ۲۰۰۸ م کال کې د نیوزیلنډ، او له هغه راوروسته د استرالیا د ښځینه لوبغاړی الیسا هیلي روزونکی هم و، ټرینټ ووډل په حقیقت کې یو بهترینه او بی ساري تجربه لرونکی کوچ دی چې ډېری وخت یې غوره لوبډلې د ځان لپاره انتخابوي.

یاده دې وي چې استرالیا هیواد په سوداګریزه کچه هغه لیګ لري چې د بیګ باش په نوم پیژندل کیږي چې د نارینوو په شتون کې پکې ښځینه لوبډلې هم لیدل کیږي.