خبریال: سید ادریس ولي زاده

د غازي امان الله خان د درېیم پړاو لیسټ ای یو ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه نن د بند امیر او بوست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

دغه لوبه د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د بندامیر لوبډلې په توپ وهنې پیل شوه، چې دغه لوبډله په خپله پاڼۍ کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د عمران جنت ۷۸ او درویش رسولي ۵۷ منډو په مرسته خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه.

د بوست لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې کریم صادق څلور او دستګیر خان دوه لوبغاړي وسوځول.

د بوست لوبډله په ځوابیه پاڼۍ کې په ۴۸،۵ اورونو کې د پنځو ویکېټو په زیان سره هدف ته ورسیده، چې په پنځو ویکېټو یې لوبه وګټله او د بوست لپاره لوبډلمشر ناصر جمال ۹۸ او منیر احمد کاکړ *۸۴ منډې وکړې.

د بند امیر لپاره نجات مصعود د بوست لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

د بوست لوبډلې توپ وهونکی منیر احمد د اوو څلورېزو پر مټ په ۹۵ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله، چې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په روانو سیالیو کې دا د بند امیر لوبډلې لپاره دوېیمه ماته وه او د بوست لوبډلې لومړۍ لوبه او بریا وه.

د یادو لوبو څلورمه لوبه سبا ته د مس عینک او آمو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

یادې سیالۍ د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د ننګرهار په غازي لوبغالي کې پیل شوي، چې پاي لوبه یې په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي