خبریال: سید ادریس ولي زاده
په ننګرهار کې د انټرکلب شل اورېزې سیالۍ نن پاي ته ورسیدې، چې شاوخوا اته ورځې دوام وکړې. یادې سیالۍ د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې، چې د ښار په مرکزي ساحه کې موقعیت لري. دغه بڼ ته خلک د تفریح ترڅنګ د لوبو د نندارې لپاره هم راتلل.د یادو سیالیو مسولین وایي، په دغو لوبو کې یواځې د ختیځ کرکټ اکاډمۍ لوبغاړي ولوبیدل، چې تر ډېره د یادې اکاډمۍ نویی لوبغاړي په کې شامل وو. محیب الله خیرخوا د یادو سیالیو مسول له تاند ویبپاڼې سره په خبرو کې وویل:
(( په دغه ټورنمنټ کې مونږ د ډېرو لوبغاړو ارزونه وکړه، دغه لوبې ورته یو ټرایل وو، تر څو دوی خپل استعداد، وړتیا او ټایلینډ روښانه کړي، ځکه دوی په اکاډمۍ کې چې څه زده کړې وې عمل کې یې ثابت کړل))

د یادې اکاډمۍ لوبغاړي خوښ دي، چې د دوی لپاره یادې سیالۍ په لاره اچول شوې وې او د نورو داسې سیالیو غوښتنه کوي. په دغو سیالیو کې یو تن لوبغاړی پښتون تلوار له تاند سره په خبرو کې وویل: (( یادې سیالۍ زمونږ لپاره ډېرې مهمې وې، چې مونږ په کې ډېر څه زده کړل او په دغه ټورنمنټ کې له مونږ سره سینیر پلیران هم وو، چې طارق ستانکزی، عابد محمدي، شیر موسی زی او نور وو، نو دوی نوي هلکانو او مونږ سره ډېرې هلې ځلې وکړې، مونږ غواړو چې په راتلونکي کې نور هم داسې لوبې برابرې شي))

د کرکټ شنونکي په دې آند دي، چې د انټرکلب لوبې خورا ډیرې مهمې دي او د یو هېواد د کرکټ د پیاوړتیا لپاره ډېر ارزښت لري. د کرکټ شنونکی احسان ساپی له تاند سره په مرکه کې وویل: (( انټرکلب لوبې د داخلي کرکټ د پیل لوبې دي، چې هر پلیر ښه وړتیا وښوده د کرکټ نورو پوړیو ته ځان رسولی شي. نو دغو لوبو ته د کرکټ تهداب یا بنسټ هم ویلی شو، چې د نویی ځوانو لوبغاړو لپاره مهمې دي))

د یادو سیالیو پاي لوبه نن ترسره شوه، چې د عبدالله حقیقزي اړونده لوبډله د شیر موسی زي لوبډلې ته په ۳۳ منډو ماتې ورکړه او د سیالیو اتله لوبډله شوه. د پايلوبې غوره لوبغاړی فرهاد خان او د سیالیو غوره لوبغاړی بیا شیر موسی زی اعلان شو.

د انټرکلب لوبې هر کال د مختلفو روزنځایونو لخوا په لاره اچول کېږي،چې موخه یې د اکاډمۍ د لوبغاړو د پیاوړتیا، مهارت او استعداد رابرسیره کول وي