په ننګرهار کې د نابينايانو تر منځ د کرکټ شل اوريزې سیالۍ پیل شوې

خبریال: داورګل ناصري

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې نن د افغان کنکشن په مالي ملاتړ او د سويډن کميټې په غوښتنه د هيواد د څلورو ولايتونو د نابينايانو تر منځ د کرکټ شل اوريزې لوبې د ننګرهار او غزني لوبډلو په لوبې سره پيل شوې.

په یادو سیالیو کې د هېواد له مختلفو ولايتونو له ډلې،ننګرهار،غزني،فراه او د کنړ لوبډلې اشتراک کوي.

د يادو سياليو ترتيب کوونکی او د سويډن کميټې مسٶل رمضان بشردوست له هوډ نيوز سره په ځانګړې مرکه کې وويل(د ياد ټورنامنټ لومړۍ او وروستۍ پاى لوبه په ننګرهار او د منځ ټولې لوبې به د کنړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې ترسره کيږي،خو د يادو سياليو پاى لوبه په ننګرهار سراج العمات بڼ کې ترسره کيږي)

دغه سيالۍ به څلور ورځې دوام کوي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړى ځل نه ده،چې په ننګرهار کې د نابينايانو تر منځ د کرکټ لوبې تر سره کيږي، له دې وړاندې هم ورته لوبې د سويډن کميټې په مالي ملاتړ ترسره شوي.