د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستۍ لوبه کې سریلانکا لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.
پاکستان لوبډله د هدف پوره کولو کې پاتې راغله؛ ټولو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۳ منډو په توپیر وبایلله.
سریلانکا لوبډلې پاکستان ته سفر کړی او لومړی یې ورسره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړه، چې په لړۍ کې یوه لوبه د باران له امله مساوي شوه او دوه لوبې پاکستان ګټلې وې
سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته سفر وکړ، په دې سفر کې یې زیاتو پخوانېو لوبغاړو ګډون ونه کړ، ځکه چانس نوو لوبغاړو خپل کړ.