اسټرالیا پاکستانۍ لوبډله په ټېسټ سیالېو کې هم کلین سویپ کړه

د استرالیا او پاکستان ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه هم د استرالیا بریا سره پای ته ورسېده. پاکستان دغه لوبه د یو اننگز او ۴۸ منډو په ستر توپیر سره وبایلله.

د لوبې پچه استرالیا وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

استرالیا ۱۲۷ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډېوېډ وارنر رېکارډ ماتونکې توپ وهنې په مرسته ۵۸۹ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

استرالیا لپاره ډېوېډ وارنر په ۴۱۸ توپونو د نهه دېرشو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۳۵ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره رېکارډ ماتونکې توپ وهنه وکړه. لبوسچانې هم په ۲۳۸ توپونو د دوه ویشتو څلوریزو په مرسته ۱۶۲ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه. پاکستان لپاره یوازې شاهین افریدي درې وېکېټې واخیستې. پاکستان خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې یوازې د بابر اعظم او یاسر شاه غوره توپ وهنې په مرسته ۹۴٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۲ منډې جوړې کړې او فالو ان ته اړ شوه.

پاکستان لپاره بابر اعظم په ۱۳۲ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۹۷ او یاسر شاه په ۲۱۳ توپونو د دیارلسو څلوریزو په مرسته ۱۱۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل. استرالیا لپاره لومړۍ وار توپ اچونې کې مېچل سټارک تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه او ۶ وېکېټې يي واخیستې. کمېنس ۳ او هذلووډ یوه وېکېټه واخیسته. پاکستان د فالو ان له امله بیا توپ وهنه پیل کړه، خو یو ځل بیا کمزوې لوبه يي نندارې ته وړاندې کړه او ۸۲ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۳۹ منډې جوړې کړې او د یو اننگز او ۴۸ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

پاکستان لپاره دوهم وار توپ وهنې کې شان مسعود په ۱۲۷ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۸، اسد شفیق په ۱۱۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۷ او محمد رضوان په ۱۰۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول. استرالیا لپاره نېتن لاین ۵، هذلووډ ۳ او سټارک یوه وېکېټه واخیسته.