د سمېت پیاوړې توپ وهنې پاکستانۍ لوبډله په ګونډو کړه

د استرالیا او پاکستان ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې پاکستان له استرالیا څخه د ۷ وېکېټو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

د لوبې پچه پاکستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

پاکستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د افتخار احمد او بابر اعظم نیمه سلیزو په مرسته ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره افتخار احمد په یوازې ۳۴ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۲ ناسوځېدلې منډې او بابر اعظم په ۳۸ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

استرالیا لپاره اگر ۲ او رېچرډسن او کمېنس یوه یوه وېکېټه واخیسته.

استرالیا ځوابي توپ وهنې کې د سمېت پیاوړې او چټکې توپ وهنې په مرسته ۱۸٫۳ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يي په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه.

استرالیا لپاره سمېت په ۵۱ توپونو د یولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې او غوره لوبه وکړه او خپله لوبډله يي سترې بریا ته ورسوله. پاکستان لپاره محمد عرفان، عماد وسیم او محمد عامر یوه یوه وېکېټه واخیسته.