د کرکټ بورډ عمومي مشر: ورزش او لوبغاړي دې له سیاست او ډلبازۍ لېرې وساتل شي

محمد فرید هوتک

 د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي د نظم او ډسېپلېن کوډ په جديت سره د عملي کولو لارښونه کړې او ويلي يې دي چې کرکټ بورډ بايد د نظم او مسلکي توب یوه ښه بېلګه او له سياست او ډلبازیو څخه پاک او لېرې وساتل شي.

 د افغانستان کرکټ بورډ نظم او ډسېپلېن کوډ په څوارلسمه ماده کې ويل شوي چې ملي لوبغاړي، تخنیکي او اداري کارکوونکي هیڅکله نه شي کولای چې د کرکټ بورډ له اجازې او همغږۍ پرته سياسي چارواکو سره لیده کاته وکړي او د پردې تر شاه په سیاستونو کې ښکېل شي. همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ نظم او ډسېپلېن کوډ د ۱۱مې مادې په څلورمه فقره کې راغلي: ((ټول هغه ملي لوبغاړي، تخنيکي او اداري کارکوونکي چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره قراردادونه لري؛ د کرکټ بورډ له اجازې او همغږۍ پرته د سياسي چارواکو سره ليده کاته او د سياسي خوځښتونو برخه نه شي ګرځېدای.)) دغه راز په دغه فقره کې یادونه شوې: ((که ملي لوبغاړي، د تخنيکي او اداري برخو کارکوونکي له کومې ستونزې سره مخ کېږي، لومړی بايد خپلې ستونزه د کرکټ بورډ ادارې او اړونده څانګې سره شريکه کړي.))

 همدارنګه ویل شوي: ((که چېرې کوم ملي لوبغاړی، د تخنيکي برخې کارکوونکی او یا اداري کارکوونکی له دغې مادې/فقرې څخه سرغړونه وکړي، نو د هغوی قرارداد به فسخه او د کورني یا نړيوال کرکټ موقتي يا دايمي بندېز سره مخ کېږي.)) دغه راز د نظم او ډسپلين قانون د ۱۸مې مادې په شپږمه فقره کې د شوې پرېکړې په اړه د غبرګون، نيوکې او رسنيزې سرغړونې په اړه هم یادونه شوې چې پر بنسټ یې، د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکي د فکر او وینا له خپلواکۍ څخه برخمن دي، دا خپلواکي بايد د ادارې نظم او ټوليزې ګټې ونه ګواښي، نو بناً لاندې کړنې رسنيزې سرغړونې بلل کېږي:

 – د ملي لوبغاړو، تخنيکي او اداري کارکوونکو له لوري د رسنيو څانګې له اجازې پرته له رسنيو او مطبوعاتو سره د معلوماتو او اسنادو شريکول.

 – ادارې پورې اړوند ستونزې مخکې له دې چې اړوند مسوول سره شريکې شي، رسنيو او يا ټولنيزو رسنيو سره شريکول.

 – د لوبغاړو، تخنيکي او اداري کارکوونکو له خوا د کرکټ بورډ ادارې پرېکړو پر خلاف د سلسله مراتبو له پام کې نيولو پرته په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو کې غبرګون ښودل او يا نيوکه کول.

 – د افغانستان کرکټ بورډ ادارې پر وړاندې او يا د نظم او ډسپلېن کمېټې خلاف غیرمسولانه څرګندونې او ليکنې کول. نو د یادونې وړ ده، که کوم لوبغاړی، د تخنيکي او اداري برخې کارکوونکی له یادو ټکو څخه سرغړونه وکړي، نو له اصولو سره سم به په نغدي توګه جريمه کېږي، د کورني او نړيوال کرکټ له بندیز سره به مخ کېږي او يا هم ادارې سره يې قرارداد فسخه کېږي. د ښاغلي يوسفزي په وينا، موخه یې له دې کار څخه د افغانستان کرکټ بورډ اداره او کرکټ له هر ډول سياست څخه پاک ساتل دي، نو اړينه ده چې د ټولو لوبغاړو، تخنيکي او اداري کارکوونکو پر وړاندې د نظم او ډسېپلین کوډ په جديت سره پلي شي.

 د ښاغلي یوسفزي په وینا کرکټ هغه لوبه ده چې هېوادوالو ته خوشحالۍ او وياړونه راوړي، نو له همدې امله د نظم او ډسپلېن قانون څخه سرغړونه نه بخښل کېږي او د ادارې نظم او ټوليزې ګټې چې هر څوک وګواښي، ورسره به د نظم او ډسپلېن کوډ له مخې اصولي چلند کېږي.