د کرکټ بورډ عمومي مشر له هغو لوبغاړو سره ولیدل چې سیالېو ته نه وو غوره شوي

 د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي له یو شمېر هغو لوبغاړو سره وليدل چې د ويسټ انډيز پر وړاندې په راتلونکو سياليو کې نه و غوره شوي.

 په یاده ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز هم شتون درلود او د ناستې په ترڅ کې یې د ټولو لوبغاړو خبرې واورېدې چې نوموړي بیا لوبغاړو ته ټول هغه دلیلونه وړاندې کړل چې له مخې یې دوی ولې يادو سياليو لپاره نه و اخيستل شوي چې په پایله کې یې د لوبغاړو قناعت هم ترلاسه شو.

 د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي وويل، نوموړی په دې نظر دی، څو د غوراوي کمېټه همېشه باید بې پرې او خپلواکه وي او د نورو لوبډلو پر وړاندې د ملي لوبډلې د سياليو لپاره هغه لوبغاړي غوره کړي، چې افغان لوبډله بريا ته ورسوي او هېوادوالو ته وياړونه راوړي.

 ښاغلي یوسفزي دغه راز لوبغاړو ته په خپلو خبرو کې وویل، ټول لوبغاړي باید پر خپل تکړښت، وړتیا، فټنس او د کرکټ لوبې پر ټولو اصولو ځان برابر کړي، چې د چمتووالي پر مهال به بیا د غوراوي کمېټې له لوري غوره کېږي او د غوراوي کمېټه دغه کار د ټولو لوبغاړو او ملي لوبډلې د روښانه راتلونکي لپاره کوي.