په سیر اې کې یوونټوس 1-0 ټورینو ته ماتې ورکړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

 د یوونټوس ګول ډي لیکټ ولګاوه.

رسمي: افغان فوټبال ملي لوبډلې د قطر د 2022 نړیوال جام او د اسیا د ملتونو د 2023 جام په غوراوي پړاو کې د هند او قطر پر وړاندې 23 کسیزه لوبډله اعلان کړه. دا لوبې لس ورځي وروسته ترسره کېږي.

سکای ایټالیا: د بولونیا کلب د 18 میاشتني قرارداد وړاندیز و زلاټان ابراهیموویچ ته کړی دی. د دې تر څنګ دا کلب غواړي دته 8 میلیونه یورو معاش ورکړي.

بارسلونا اعلان کړه، چې سواریز د لیوانټي پر وړاندې پرونۍ لوبه کې زخمي شو او د سلاویا پراها پر وړاندې یي لوبیدل په درملنې پورې اړه لري. بل خبر کې بیا اې ایس ورځپاني ویلي دي، چې سواریز د زخمي کېدو په خاطر درې اوونۍ نه شي لوبیدلی.

د منچسټر یونایټیډ او اسټون ویلا پخوانی لوبغاړی ډیوایټ یورک وړمه ورځ 48 کلن شو.

تېره شپه شکرینیار د اینټر میلان لپاره سلمه لوبه وکړه.

 د پرون په ماتي سره په غوره لیګ کي د سولشر د ماتو شمېر تر یورګن کلوپ وا ووښت.

 ابامیانګ پرون د ارسنال لپاره 50 ګولونه پوره کړل.

د پاریس سېنټ جرمن پخوانی او د ارسنال اوسنی هسپانوی روزونکی اونای امري وړمه ورځ 48 کلن شو.

د غوره لیګ د 2019/20 فصل هغه غوره ګول وهوونکي په د کور څخه دباندې لوبو کې یي ډېر ګولونه لګولي دي.