ډژان کولوشوسکي د یوونټوس سره یو ځای کیږي، نور هم شته

محمود خان منندوی

رسمي: ډژان کولوشوسکي د 35 میلیونه یورو په بدل کې د یوونټوس سره یو ځای شو. دا لوبغاړی به د فصل تر پایه په قرضي توګه په پارما کي پاتې شي.

 د وروستیو خبرونو پر اساس ټراشټګن لږ زخم لري او د اسپانیول پر وړاندې یي لوبیدل معلوم نه دي.

 لیورپول تېره شپه د شیفیلډ یونایټیډ پر وړاندې 874 سالم د ګول پاسونه وکړل او په یوه لوبه کي دا د هغو تر ټولو ښه کارنامه د دې اړخه یادیږي. ( د 2003/04 راهیسې چي اوپټا معلومات ثبت کړي دي)

 یوازي منچسټر سیټي په دې موده کې په غوره لیګ کي په یوه لوبه کي ډېر سالم پاسونه ترسره کړي دي.

 د مکسیکو د زاکاټکاس ایالت په کرسو محبس کې د بندیانو او د محبس د ساتوونکو ترمنځ په رامنځته شوې جنګ کې 16 تنه ووژل شول. تر دې وروسته معلومه شوه، چي د جنګ اصلي علت د محبس د دوو ډلو د فوټبال د لوبې په جریان کې جنجال وو. دا لوبه د مخدره توکو د دوو ډلو ترمنځ وه. د محبس رئیس له رسنېو سره په خپرو کې وویل، چې د بندیانو سره وسلې هم نیول شوې دي او دوی باوري دي، چې دا وسلې د بندیانو سره د ملاقات پر وخت قاچاق شوي دي. د مکسیکو په محبسونو کي تر ډېره قاچاقبران او د مخدره توکو کاروباریان بندیان دي.