بواټينګ د بایرن میونیک څخه جلا کیږي، ډېر نور جالب خبرونه هم شته

محمود خان منندوی

سکای المان: ارسنال غواړي بواټینګ د بایرن میونیک څخه رانیسي او د دې لپاره یي د 15 میلیونه یورو په ارزښت وړاندیز دې کلب ته لیږلی دی. له دې وړاندې بواڼیتګ د بایرن میونیک سره لوبېده. نوموړی د فوټباله په نړۍ کې یو نامتو او غوره فوټبالر شمېرل کیږي، ځکه خو یې د فوټبال ګڼ شمېر کلبورنه د رانیولو هڅه کوي.

لیورپول د تېري شپې په بریا سره یو کال پوره کړ، چې غوره لیګ کي یي ماته نه ده خوړلې. د دې تر څنګ هغوی د 2007 کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د غوره لیګ په 5 پرلپسې لوبو کې کلین شېټ وکړ. غوره لیګ کي یي د بېله ماتو لوبو لړۍ 37 ته ورسېده.

 د لیورپول پخواني دفاعي لوبغاړي مارټین اشکرټل د غوره لیګ په تېره لسیزه کې 7 ګولونه خپل پر لوبډله په غلطۍ سره لګولي وو، چې دې برخه کې ریکارډ لري.

 رسمي: ماټیا پرین په قرضي قرارداد د 6 میاشتو لپاره د جېنوا سره یو ځای شو.

وین روني تېره شپه د ډاربۍ کانټي له پاره لومړۍ لوبه د بارنسلي پر وړاندې وکړه،

چې 2-1 یي وګټله او یو د ګول پاس یي هم وکړي.