بایر لورکوزنبایرن میونیک ته ماته ورکړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

بایر لورکوزن په بونډسلیګا کې بایرن میونیک ته د بایرن میونیک په کور کې 2-1 ماته ورکړه.

 د بایر لورکوزن لپاره دواړه ګواونه لیون بایلي ولګول.

 د بایرن میونیک یوازینی ګول ټوماس مولر ولګاوه.

 دا په روان فصل کې څلورمه لوبه ده، چې بایرن میونیک په لیګ کې بایلوده. هغوی د دې تر څنګ 3 سیالۍ مساوي کړي او دا دیارلسمه اوونۍ وه.

منچسټر سیټي د غوره لیګ دا فصل 12 لوبو کي 14 نمرې له لاسه ورکړي، حال دا چې د تېر فصل په ټولو لوبو کې یي 16 نمرې له لاسه ورکړې وې.

جرمني او پرټګال تر اوسه یو د بل پر وړاندې 18 لوبې کړي دي، چې 3 پرټګال ګټلي، 10 جرمني ګټلي او 5 مساوي شوي دي.

 د پای لوبه یي په 2014 نړیوال جام کې وه، چې جرمني 4-0 وګټله.

فرانسې او پرټګال تر اوسه یو د بل پر وړاندې 25 لوبې کړي دي، چې 6 پرټګال ګټلي، 18 فرانسې ګټلي او یوه مساوي شوې ده.

 د پای لوبه یي د 2016 د یورو کپ په پایلوبه کې وه، چې پرټګال 1-0 وګټله.