د فوټبال له نړۍ لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

مارکا په یوه خبر کې ویلي دي، چې ریال ماډریډ غواړي د والورډي قراردا تر 2025م کال پورې وغځاوه، چې په دې سره به یي د قرارداد د لغوه کولو قیمت 750 میلیونه یورو ته لوړ شي.

 بل خبر کې بیا مارکا ویلي دي، چې ریال ماډریډ د کریم بنزما قرارداد غواړي تر 2023م کال پورې وغځاوه، چې اوسنی قرارداد یي تر 2021م کال پورې دی.

ګوارډیولا د 2019 کال د سرو زرو د توپ د ګټوونکي په اړه وایي:  زه باور لرم، چې هغوی به میسي ته د سرو زرو توپ ورکړي او وروسته به په VAR سره هغه را وګرځوي او فن ډایک ته به یي ورکړي.

په داسي حال کې چي د ډیبالا اوسنی قرارداد تر 2022 کال پورې د یوونټوس سره اعتبار لري، خو د وروستیو ښو لوبو په خاطر یوونټوس غواړي د هغه قرارداد وغځوي.

په تېره لوبه کې د ارسنال د مینوالو څخه خالي لوبغالی!  دې لوبه کې ارسنال ماته وخوړه او سمدستي یي خپل روزونکی هم اخراج کړ.

د رشوت اخیستو او مالي فساد په خاطر د برازیل د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس ریکارډو ټکسیرا د فیفا له خوا د هر ډول ورزشي فعالیت څخه د ټول عمر لپاره محروم شو.

د چیلسي د دې فصل غوره ګول وهوونکي ټامي ابراهام د والنسیا پر وړاندې تر زخمي کېدو وروسته د چیلسي د نن لوبه د ویسټهام یونایټیډ پر وړاندې له لاسه ورکړه.