د فوټبال لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

 د راتلونکي فصل څخه به د یوونټوس لوګو بې له دې چې پر سر یې یوونټوس ولیکل شي، استفاده ور څخه کېږي.

 ډروګبا رسماً د عاج ساحل د فوټبال فدراسیون د ریاست ټاکنو ته ځان کاندید کړ.

 پولیشیچ لومړی امریکایي لوبغاړی شو، چې پرون یې د انګلستان د حذفي جام په پایلوبه کي ګول ولګاوه. پولیشیچ په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې تر رونالډو (۱۹ کاله او ۱۰۶ ورځې عمر) وروسته په ۲۱ کاله او ۳۱۸ ورځو عمر لرلو سره د دې جام د پایلوبې تر ټولو ځوان ګول وهوونکی لوبغاړی شو.

  ریال ماډریډ او لاټزیو د مایورال پر سر د ۱۵ میلیونه یورو سره د کاله په ۲.۵ میلیونه یورو معاش سره وروستي توافق ته ورسېدل.

د فرانسې د فوټبال اتحادیې اعلان کړه، چي د دې هیواد د لومړي او دوهم لیګ په راتلونکي فصل کې به په هره لوبه کې د پنځو لوبغاړو څخه د استفادې قانون څخه استفاده وشي.

ډیلي مایرر: بن چیلول به دا اوونۍ د چیلسي مسؤلینو ته اعلان کړي، چې غواړي دا کلب د چیلسي په هدف پريږدي، د چیلسي د دفاع لپاره چیلول د لمپارډ لومړۍ ټاکنه ده.

 د اټلانټا روزونکي کاسپريني ومنله، چې د دې کلب لوبغاړی جوزپ ایلیچیچ ټپي شوی او په چمپيونز لیګ کې د پاریس سېنټ جرمن پر وړاندې نه شي لوبېدای.

د مکرون کمپنۍ د ۲۰۲۰/۲۱ زیږدیز فصل له پاره د لاټزیو لومړی او دوهم لباس معرفي کړ.