د فوټبال لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د بارسلونا پخوانی او د هسپانیا اوسنی روزونکی لویز انریکي: ناوخته یا ژر به میسي د بارسلونا څخه ولاړ شي. کلب به بې له میسي هم جامونه وګټي او میسي هم داغسي. کلب تر لوبغاړي لوړ دی.

موډریچ د میسي د تګ په اړه: ریال بې له رونالډو هم خپل کار ته دوام ورکړ، بارسا به هم داغسي وي.

د مکرون کمپنۍ د ۲۰۲۰/۲۱ زیږدیز فصل له پاره د لاټزیو لومړی او دوهم لباس معرفي کړ.

د راتلونکي فصل څخه به د یوونټوس لوګو بې له دې چې پر سر یې یوونټوس ولیکل شي، استفاده ور څخه کېږي.

 ډروګبا رسماً د عاج ساحل د فوټبال فدراسیون د ریاست ټاکنو ته ځان کاندید کړ.

 پولیشیچ لومړی امریکایي لوبغاړی شو، چې پرون یې د انګلستان د حذفي جام په پایلوبه کي ګول ولګاوه. پولیشیچ په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې تر رونالډو (۱۹ کاله او ۱۰۶ ورځې عمر) وروسته په ۲۱ کاله او ۳۱۸ ورځو عمر لرلو سره د دې جام د پایلوبې تر ټولو ځوان ګول وهوونکی لوبغاړی شو.

  ریال ماډریډ او لاټزیو د مایورال پر سر د ۱۵ میلیونه یورو سره د کاله په ۲.۵ میلیونه یورو معاش سره وروستي توافق ته ورسېدل.

د فرانسې د فوټبال اتحادیې اعلان کړه، چي د دې هیواد د لومړي او دوهم لیګ په راتلونکي فصل کې به په هره لوبه کې د پنځو لوبغاړو څخه د استفادې قانون څخه استفاده وشي.

د بیلجیم د ملي لوبډلي روزونکی مارټینز: ریال بې له هازارډه لالیګا نه شوای ګټلای، هازارډ په قهرمانۍ کې مهم رول درلود.

رسمي: کای هاورټز په ۵ کلن قرارداد د ۷۲ میلیونه پونډه په بدل کې د بایر لورکوزن څخه د چیلسي سره یو ځای شو.