د فوټبال وروستي لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

رسمي: پوما کمپنۍ د نیو کاسل یونایټیډ د 2019/20 فصل دوهم لباس اعلان کړی.

رسمي: د منچسټر یونایټیډ ځوان ګول ساتونکي د دغه کلب سره خپل قرارداد د اوږد مهال له پاره وغځاوه او راتلونکی فصل به په شفیلډ یونایټیډ کي په قرضي توګه ولوبیږي.

رسمي: د کونامي کمپنۍ اعلان کړه، چې د برازیل لیګ په مکمله توګه د PES 2020 ګیم له پاره لایسنس سوی دی.

رسمي: د کونامي او EA SPORT کمپنیو په اعلان سره، د هالنډ لیګ د FIFA 20 او PES 2020  دواړو ګیمونو له پاره به لایسنس شي.

رسمي: د بارسلونا کلب اعلان کړه، چې د دې کلب ورزشي مدیر پیپ سګیورا د دې کلب سره خپل د قرارداد د لغوه کولو وروسته، جلا شو.

د جرمني رسنیو د ادعاوو پر اساس، د ډورټمنډ کلب د بارسلونا څخه د مالکوم د رانیولو له پاره، دغه کلب ته د 42 میلیونه یورو وړاندیز کړی دی.

د 2016 م کال په دې ورځ، هیګواین د 90 میلیونه یورو په بدل کي د ناپولي څخه د یوونټوس سره یو ځای شو.

د جون او می د میاشتو د زېږېدلو فوټبالرانو منتخب ترکیب.

د اینټر میلان پخوانی برازیلی لوبغاړی مایکون نن 38 کلن شو.