نن د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو پيلیږي، نور ورزشي خبرونه هم شته

محمود خان منندوی
نن د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ اتم فصل پیلیږي!

افتتاحیه مراسم 05:30 بجې | افتتاحیه لوبه 06:00 بجې

رسمي: د یوونټوس دفاعي لوبغاړی پلګریني په قرضي او یو کلن قرارداد د کالیاري سره یو ځای شو.

فرانک لمپارډ د چیلسي د لوبغاړي او روزونکي په توګه لومړۍ کورنۍ لوبې بایللي دي.

یونیون د بونډسلیګا د دې اونۍ په لوبې کولو سره، شپږ پنځوسم کلب شو چې په بونډسلیګا کي لوبیدلی دی. یونیون د لیپیزیګ څخه 4-0 ماته وخوړه.

د یوونټوس د پرون په تمریناتو کژ د ساري د نشتون په اړه دغه کلب وویل، چې هغه د یوې مریضۍ په درملنه بوخت دی.

د انګلستان د غوره لیګ د دوهمي اونۍ په پای ته رسېدو سره یوازې دوو کلبونو ( ارسنال او لیورپول ) 6 نمرې ترلاسه کړې.

رسمي: د یوونټوس او ارسنال پخوانی دفاعي لوبغاړی سټفان لیخشټاینر ازاد لوبغاړي په توګه د اګزبورګ سره یو ځای شو.