د فوټبال له نړۍ وروستي او لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

 د ایټالیا سکای: د منچسټر سيټي او ایورټون پخوانی مرکزي لوبغاړی جیک روډول د بلکبرن راورز په پرېښودو سره د روما سره یو ځای کېدو ته نږدې شوی دی.

 سپورټ: اینټر میلان او بارسلونا اوسمهال و ایټالیا ته د ایوان راکیټیچ پر انتقال خبرې کوي. بارسلونا د ده لپاره 35 میلیونه یورو غواړي.

 تېر کال په دې ورځ، د لیسټر سیټي کلب مدیر ویچای سریواډاناپرابها د څرخکي په سقوط کي مړ شو.

 رسمي. د اټلاټیکو ماډریډ کلب برازیلی دفاعي لوبغاړی رنان لوډي د دې کلب د سپټمبر د میاشتې د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

تېره شپه جینوا خپل د نوي روزونکي ټیاګو موټا تر نظر لاندې لومړۍ لوبه وکړه او لوبه کې یي طوفاني کمبک وکړ، چې 3-1 یي لوبه هم وګټله.

 جېنوا په دې لوبې سره د سیر اې د تاریخ لومړۍ لوبډله شوه، چې په دریو تبدیلونکو لوبغاړو یي یوه لوبه کې ګولونه ولګول.

انجلوټي د یوونټوس او اینټر میلان د مساوي لوبو څخه ګټه وانه خیستله!

 په سیر اې کي د ناپولي او سپال لوبه 1-1 مساوي شوه.

د یوولسم ځل لپاره د بونډسلیګا په تاریخ کې د شالکي او ډورټمنډ لوبه 0-0 مساوي شوه، دا لوبه د بونډسلیګا په تاریخ کې په 0-0 پایلي سره ریکارډ لري.