هینډرسون تر ۱۴۱۴ ورځو وروسته ګول ولګاوه، نور هم شته

محمود خان منندوی

هینډرسون تر 1414 ورځو وروسته د غوره لیګ په یوه لوبه کي په انفیلډ لوبغالي کي ګول ولګاوه

 هغه په غوره لیګ کې خپل اخری ګول په انفیلډ کي پر ویسټ برومویچ لګولي وو. (2015 ډیسمبر)

راشفورډ او مارسیال په غوره لیګ کي د یوه کلب دوه لومړي لوبغاړي دي، چې په یوه لوبه کې یي هم پینالټیاني خطاء کړې او هم یي ګولونه ولګول.

 هغوئ تېره شپه دوې پینالټۍ خطاء کړې او هم یي دوه ګولونه ولګول.

زانیولو په 8 مختلفو لوبو کې د روما لپاره په المپیکو لوبغالي کې ګولونه لګولي دي. په دې 8 لوبو کې روما یوه لوبه هم نه ده بایللې. ( 5 بریاوې او 3 مساوي)

منچسټر یونایټیډ لومړی کلب شو، چې په غوره لیګ کې یي 2000 ګولونه پوره کړل:

 لومړی ګول مارک هګز د 1992 په اګسټ کې لګولی و.

 پنځه سووم ګول اینډي ګول د 1999 په فیبروري کې لګولی و.

 زرم ګول کریسټیانو رونالډو د 2005 په اکټوبر کې لګولی و.

 پنځلسووم ګول ډیمیټار برباټو د 2011 په ډیسمبر کې لګولی و.

 دوه زرم ګول سکاټ مک ټومیني د 2019 په اکټوبر کې ولګاوه.

د سیر اې په دې فصل کې د اډین ژیکو په اندازه هیڅ لوبغاړي د سر پواسطه ډېر ګولونه نه دي لګولي. (3 ګولونه)

ټاټنهام د 2014 راهیسي د لومړي ځل لپاره د غوره لیګ په جدول کې تر نیمایي لاندې شو. هغوی اوس یوولسم مقام کې دي.

بروسیا مونشن ګلډباخټ تېره شپه و اینټراخټ فرانکفورټ ته 4-2 ماته ورکړه او د بونډسلیګا د جدول سرته یي ځان ورساوه.