لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

یوازې څلورو لوبغاړو د انګلستان د غوره لیګ په 50 لومړیو لوبو کې تر ابامیانګ ډېر ګولونه لګولي دي.

رسمي: د اټلاټیک بیلباوو هسپانوي حمله کوونکي لوبغاړي ایناکي ویلیامز د دې کلب سره خپل قرارداد تر 2028م کال پورې وغځاوه. د ده د قرارداد د لغوه کولو قیمت 135 میلیونه یورو دی.

د اټلانټا یونایټیډ حمله کوونکی لوبغاړی جوزف مارټینز لومړی لوبغاړی شو، چي د MLS لیګ په لسو پرلپسې لوبو کې یي ګولونه لګولي دي.

د هوسکورډ د سایټ له نظره د انګلستان د غوره لیګ د لومړۍ اوونۍ مهم نقاط.

د هسپانیا رسنیو خبر ورکړی، چې کوټینیو د بایرن میونیک سره ممکن یو ځای شي، خو لومړی باید د نیمار حالت معلوم شی.