د څو مهمو ورزشي خبرونو سرلیکونه

  • هاوکس لوبډله د کاناډا د ليګ اتله شوه. په سوپر اور کئ د نائټز لوبډلي له لوري ۱۰ منډي هدف وټاکل شو.

هاوکس لوبډلې په اسانۍ سره هدف پوره کړ او د ۲۰۱۹ز کال ګلوبل کاناډا ليګ اتلولي يې وګټله.

  • یوازې څلورو لوبغاړو د انګلستان د غوره لیګ په 50 لومړیو لوبو کې تر ابامیانګ ډېر ګولونه لګولي دي.
  • هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه پنځوس اوریزه لوبه کې ویسټ انډز لوبډلې ته ۵۹ منډو ماتې ورکړه. هندوستان د ډي ال ايس میتود په خاطر د ۵۹ منډو په توپیر لوبه وګټله او ويرات کهولي د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.