د څو مهمو خبرونه سر لیکونه

  • د مرکزي اسیا د 19 کلنو فوټبال لوبډلو لوبه لومړۍ د افغانستان  او د ازبکستان لوبډلو ترمنځ ده چې نن د ماذیګر په 04:30 بجې ترسره کیږي.
  • مارټین سکرټل د ازاد لوبغاړي په توګه د فنرباغچي څخه د اټلانټا سره یو ځای شو. اټلانټا د چمپیونز لیګ په راتلونکي فصل کې شتون لري.
  • په کندهار کې دشېرزي انسټیټوټ په مالي ملاتړ دفوټبال تورنمنټ پای ته ورسېد.
  • محمد صلاح د لیورپول سره تر یو ځای کېدو وروسته 55 ګولونه د انګلستان په غوره لیګ کي لګولي دي.
  • د افغانستان خپلواکۍ د سلمې کلیزي په ویاړ د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې
  • ګازټا ډیلا سپورټ: بایرن میونیک د اینټر میلان سره د ایوان پریشیچ د قرضي رانیولو او د بیا رانیولو د 30 میلیونه یورو د بند سره توافق ته رسیدلی دی. اوس یوازي د لوبغاړي سره توافق پاتی دی.
  • او د کرکټ له ډګره بیا د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار لوبډلې د ګرېډون سیالېو اتلولي خپله کړه.