شهزاد محمدي سر غړونه کړې؛ کرکټ بورډ یې قراداد وځنډاوه
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د محمد شهزاد قرارداد یې د دغې ادارې له اصولو د پرله پسې سرغړونو له امله د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه.
کرکټ بورډ داسې مهال د شهزاد قرداد ځنډوي، چې پاکستاني رسنیو په پېښور کې د نوموړي د تمرین یوه تازه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې افغان لوبغاړی شهزاد په ناقانونه توګه پاکستان کې تمرین کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د اصولو له مخې، کله هم چې کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو باید له ادارې اجازه واخلي چې محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته دغه چاره څو ځلې تکرار کړې ده.
دغه راز محمد شهزاد له دې وړاندې هم دې ته ورته سرغړونې کړي، چې د ادارې د ډسپلین یا انظباطي کمېټې له لوري ترې د پوښتنو او ګروېږنو غوښتنه شوې، چې نوموړی ورته نه دی حاضر شوی.
باید وویل شي چې شهزاد د کرکټ نړیوال جام پر مهال هم د سرغړونې له امله د جولای ۲۰ او ۲۵مه د ادارې د انضباطي کمېټې له لوري راغوښتل شوی و، چې نه دی حاضر شوی چې په اړوند به یې له اختر وروسته هم د انضباطي کمېټې له لوري ناسته وشي، قضیه به یې څېړل کېږي او وروستي جزیات به یې له ټولو هېوادوالو سره شریک شي.
کرکټ بورډ زیاتوي اوسمهال په هېواد کې د کرکټ لوبغاړو لپاره د تمریناتو په ډګر کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوي او لوبغاړي اړتیا نه لري، چې د تمریناتو په موخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.