فوټبال: وروستي لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی
رسمي: فابین ډلف د منجسټر سیټي څخه د ایورټون سره د 8.5 میلیونه پونډه په بدل کي یو ځای شو.

سکای سپورټ: نیمار غواړي پاریس سېنټ جرمن پریږدي. نیمار دغه خبره د پاریس سېنټ جرمن مسؤلینو ته هم کړې ده.

جانلوکا ډي مارټزیو خبر ورکړی، چي د یوونټوس او ایاکس ترمنځ د ډي لیکټ پر سر خبري توافق ته رسیدلي دي او دغه لوبغاړی به په چهارشنبه د ایاکس سره یو ځای شي.

د مراکش د رسنېو د خبرونو پر اساس، د دغه هیواد روزونکي هروري رنار استعفاء ورکړې ده. ویل کېږي هغه به د عربستان ملي لوبډلي روزونکی شي.

د سن ورځپاڼي تائید کړه، چې د برایټون او لیسټر سیټي کلبونه د لویس ډانک پر سر په 45 میلیونه پونډه توافق ته رسیدلي دي او هغه به د مګوایر ځایناستی شي.